د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانانو د بشري مرستو په لړ کې، د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه نوره مرسته هم کوي.
نوموړي دا خبر په خپل ټوېټر کې ورکړی او ويلي يې دي، چې د امريکا متحده ايالات د افغانانو ترڅنګ په هر حالت کې ولاړ دي.
توماس وسټ دغه راز افغانستان ته د کرونا يو ميليون ډوز اضافي واکيسن له رالېږلو هم خبر ورکوي او زياتوي چې په دې توګه به افغانستان سره د امريکا له لوري د کووېډ۱۹ مرسته شوي واکسين کچه ۴.۳ ميليونه ډوزه ته ورسېږي.
امريکا داسې مهال له افغانستان سره په بشري او روغتيايي برخو کې د تازه مرستې اعلان کړی چې دامهال په افغانستان کې بشري وضعيت د بل هر وخت په پرتله خورا خراب حالت کې دی.