د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سولېوان په يوه تازه بيان کې د زلزلې له امله په افغانستان کې د پر اوښتو مالي او ځاني زيانونو خوشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې امريکا غواړي له يادو قربانيانو سره مرستې وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې ولسمشر جوبايډن په افغانستان کې د شوې زلزلې وضعيت څاري او د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې يا USID او نورو فډرالي اداردو ته يې لارښوونه کړې څو په زلزله کې اغيزمنو شوو کسانو ته د مرستو رسولو لارې چارې پيدا کړي.

سولېوان زياته کړې، چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د زلزلې له امله چې زرګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خواشيني دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې متحده ايالات له افغانستان سره د لوی مرستندوی هېواد په توګه پر مرستې وياړي او زياتوي چې په سيمه کې نورو شريکو مرستندويو هېوادونو وار له مخې افغانستان ته طبي مرستې چمتوو کړي دي.
يادې زلزلې په پکتيکا او خوست کې زيات ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. د رسمي شمېرو له مخې، د زلزلې له امله د شهيدانو شمېر له زرو کسانو اوښتی او ۱۵سوه تنه نور ټپيان دي.
چارواکو زياته کړې چې دا شمېرې د بدلون په حال کې دي؛ ځکه د دوی په خبره اوس هم ډېری کسان له خاورو لاندې دي او د را ايستلو هڅې يې روانې دي.