پوليټيکو امريکايۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د جوبايډن اداره په پام کې لري څو د افغانستان د مخکيني پوځ شاوخوا ۴۶ نظامي چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ورکړي.
پوليټيکو په دې راپور کې چې پرون دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) يې خپور کړی ويلي، دا هغه چورلکې دي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو پرمهال تاجکستان او ازبکستان ته د افغان پيلوټانو له لوري لېږدول شوي دي.
دې ورځپاڼې د دوو باخبره سرچينو په حواله ويلي، چې يادو هېوادونو ته د افغانستان د چورلکو سپارلو په تړاو د امريکا، ازبکستان او تاجکستان ترمنځ مذاکرات پيل شوي دي.
د راپور له مخې، طالبانو تل ټينګار کړی چې يادې چورلکې د افغانستان اړوند دي او غوښتنه کوي چې دواړه هېوادونه دې چورلکې بېرته افغانستان ته وسپاري.
په راپور کې بيا د ازبکستان دريځ ته هم اشاره شوې او ويل شوي، چې دا چورلکې د امريکا اړوندېږي او د ياد هېواد له رضايت پرته به په هېڅ صورته افغانستان ته ورنه کړل شي.
پوليټيکو زياته کړې، چې امريکا؛ تاجکستان او ازبکستان ته د يادو چورلکو د ورسپارلو په بدل کې له يادو هېوادونو غوښتي، چې په سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد په مبارې کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.
له دې سره په راپو کې د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون يوه چارواکي له قوله ويل شوي، چې امريکايي چارواکي د يادو چورلکو د ارزولو په موخه د پلان جوړولو په هڅه کې دي.
دې چارواکي ويلي، چې تاجکستان او ازبکستان ته د يادو چورلکو د ورکړې هر ډول هوکړه به، له ترهګرۍ سره پر مبارزې ولاړه وي.
له دې وړاندې د ملي دفاع وزارت سرپرست يعقوب مجاهد څو ځله ټينګار کړی چې په تاجکستان او ازبکستان کې ولاړې نظامي چورلکې د افغانستان ملکيت دی او بايد بېرته افغانستان ته ورکړل شي.