د امريکا بهرنيو چارو وزارت له سياېناېن سره د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني وروستيو هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی چې ويلي يې دي، نور امريکا ته د دښمن په سترګه نه ګوي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون چهارشنبه د (غويي په ۲۸مه) خبريالانو ته ويلي، طالبان بايد په عمل کې دا ثابته کړي چې امريکا يې دښمنه نه ده.
نوموړي ويلي، چې د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني خبرې يې اورېدلي زياته کړې يې ده چې له امريکا سره د نه دښمنۍ په اړه د نوموړي څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.
نېډ پرايس د دې ترڅنګ دا هم ويلي، چې طالبان بايد د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي او جازه ورکړي چې ميرمنې د افغانستان ابادۍ په موخه د دغه هېواد په پرېکړو کې رول ولري.
له سياېناېن سره په مرکه سراجالدين حقاني ويلي، چې امريکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري او اسلامي امارت ورسره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.