Home » افغانستان » امريکا: طالبان دې د رسنيو او بيان ازادۍ ته خپله ژمنتيا ثباته کړي

امريکا: طالبان دې د رسنيو او بيان ازادۍ ته خپله ژمنتيا ثباته کړي

په داسې حال کې چې د حکومت له لوري په افغانستان کې د بي‌بي‌سي او امريکا غږ پر ټلوېزيوني خپرونو د بنديز پرېکړه هم له غبرګونونو سره مخ ده، تازه امريکايي چارواکو هم د سرپرست حکومت دغه پرېکړه ناسمه بللې ده.

د افغانستان لپاره په دوحه کې د امريکا مېشت سفارت شارژدافېر يان مککيري ويلي، په افغانستان کې د يادو بهرنيو رسنيو پر ټلوېزيوني خپرونو د بنديز له امله اندېښمن دی.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې طالبان بايد د رسنيو شته قوانينو او د بيان ازادۍ درناوی وکړي او زياته کړې يې ده چې د افغانستان رسنۍ دې پرېږدي، څو د خپلې خوښې خپرونې وړاندې کړي.

له دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ هم د اسلامي امارت دا پرېکړه غندلې او ويلي يې دي، چې حکومت دې پر رسنيو د بنديز وضعه کولو پر ځای دوی ته اسانتياوې رامنځته کړي.

اسلامي امارت دوې ورځې وړاندې په افغانستان کې د بي‌بي‌سي، امريکا غږ او ډويچ‌وله هغه ټلوېزيوني خپرونې له څپور لرې کړې، چې د ځينو کورنيو ټلوېزيونونو له لوري خپرېدې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...