امريکايي چارواکو په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د نااميو وروستيو پېښو ته په اشارې سره ويلي، چې دغلته د ترهګرۍ خلاف عمل د پاکستان مسووليت دی.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وېډنټ پټېل خبريالانو ته ويلي، چې پاکستان بايد د خپل مسووليت له مخې د تحريک طالبان پاکستان په شمول د ټولو سيمهييزو توندلارو ډلو پر وړاندې عمل وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې د امريکا متحده ايالات به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې، له پاکستان سره څنګ په څنګ ولاړ وي او همکاري به يې کوي.
پټېل زياته کړې، په اوس کې د امريکا او په ځانګړې توګه د ولسمشر جوبايډن د ادارې دريځ دا دی، چې پاکستان دې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې عمليات جاري وساتي او امريکا يې مرستې ته چمتو ده.
د امريکا بهرنيو چار وزارت داسې مهال د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د عملياتو د دوام غوښتنه کوي، چې موده وړاندې امريکا ته د پاکستان د پوځ لوی درستز کمر جاوېد باجوه له سفر وروسته، د امريکا د ملي امنيت په ستراتېژۍ کې په ډاګه شوه چې په سيمه کې يې له ترهګرۍ سره د مبارزې مسووليت خپل نږدې متحد هېواد ته سپارلی دی.
که څه هم په ښکاره توګه د کوم هېواد نوم نه دی اخيستل شوی، خو ډېر ګومان دای دی چې ښايي دا مسووليت به پاکستان ته ورکړل شوی وي.