Home » افغانستان » امريکا د نوې مقررې له مخې افغانستان ته د پيسو پر لېږد ډېر محدوديتونه لرې کړل

امريکا د نوې مقررې له مخې افغانستان ته د پيسو پر لېږد ډېر محدوديتونه لرې کړل

د امريکا متحده ايالاتو داسې مقرره ترتيب کړې چې له مخې يې افراد او هغه شرکتونه چې د پيسو د لېږدولو مسووليت لري کولی شي، چې افغانستان ته پيسي ولېږدوي.

دغه مقرره د امريکا د خزانې وزارت له لوري د (لېندۍ په ۱۹مه) خپره شوې ده. د دې مقررې له مخې افرادو او د پيسو د لېږد شرکتونو ته د حوالې کولو کولو اجازه ورکړل شوې ده.

د مقررې پر بنسټ، که په حوالې کې د اشخاصو د نوم ذکر کولو لپاره اړتيا شي چې د حقاني شبکې مهمو غړيو يادونه چې د امريکا په تور لېسټ کې دي وشي، هم اجازه ورکړل شوې خو مشروط پر دې چې ياده معامله به شخصي وي نه سوداګريزه.

د يادې مقررې د خپرولو پرمهال د امريکا خزانې وزارت يوه وياند پرون د (لېندۍ په ۲۰مه) ويلي، په افغانستان کې موجوده اقتصادي وضعيت پر طالبانو د امريکا د بنديزونو له امله نه دی رامنځته شوی او په خبره يې دغه نوې مقرره کولی شي چې د ياد وضعيت په حلولو کې مرسته وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...