Home » افغانستان » امريکا: د نجونو پرمخ ښوونځيو بندول له افغان ولس او نړيوالو سره ښکاره جفا ده

امريکا: د نجونو پرمخ ښوونځيو بندول له افغان ولس او نړيوالو سره ښکاره جفا ده

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ په افغانستان کې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو پرمخ، د ښوونځيو بندولو په اړه خواشيني او ويلي يې دي چې دا کار د ټولو بشري اصولو خلاف عمل دی.

نوموړي بېګاه شپه ناوخت د (وري په ۳مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې زده‌کړې د ټولو انسانانو اساسي حق دی او د افغانستان اقتصادي ودې او ثبات لپاره خوار اړينې دي.

ويسټ په دې اړه د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ د طالبانو دا کار افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته له شوو ژمنو سره جفا بللې ده.

نوموړي د افغانستان راتلونکي او له نړیوالې  ټولنې سره د طالبانو د اړيکو په موخه له يادې ډلې غوښتي چې له خپل ولس سره پر کړو ژمنو وفا وکړي.

اسلامي امارت پرون ښوونيز کال پرانيست خو د لوړو ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو ته يې اجازه ورنه کړه چې ټولګيو ته دننه شي. دا پرېکړه په کور دننه او بهر له توندو غبرګونو سره مخ ده او له اسلامي مارت غوښتل شوي چې ژر خپله پرېکړه بېرته واخلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...