د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغانستان له مخکيني حکومت سره مرسته شوې چورلکې چې دامهال په ازبېکستان او تاجکستان کې دي، بېرته افغانستان ته ونه ګرځول شي.
د پنټاګون وياند جان کيربي پرونه سېشنبه د (مرغومي په ۲۸مه) په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته ويلي، د يادو چورلکو په اړه تر دې دمه د پنټاګون له لوري پرېکړه نه ده شوې، خو زياتوي چې يادې چورلکې به په افغانستان کې د طالبانو ريژيم ته په واک کې ورنه کړل شي.
د مخکيني نظام له ړنګېدو سره د افغانستان سلګونه چورلکې ازبېکستان او تاجکستان ته ولېږدول شوي او لا هم په يادو هېوادونو کې دي.
تېره اوونۍ د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب مجاهد له ازبېکستان او تاجکستان وغوښتل چې يادې چورلکې بېرته افغانستان ته را ولېږي.