نيو يارک ټايمز ورځپانې د امريکايي ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته د بګرام هوايي هډې د سپارلو په تړاو په خپل راپور کې ويلي، افغان ځواکونو ته د يادې هډې په سپارلو سره امريکايي ځواکونو د وسلهوالو طالبانو او نور ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل لوی عمليات هم پايته ورسول.
دې ورځپاڼې زياته کړې، بګرام د امريکايي ځواکونو هغه لوی مرکز و چې په افغانستان کې يې پراخه روان جګړه له همدې ځای مديريت او همغږي کوله. د راپور له مخې د جګړې همغږۍ ترڅنګ امريکايي او بهرنيو ځواکونو د بګرام له هډې پر وسلهوالو ډلو هوايي بريدونه هم کول.
د نيو يارک ټايمز د راپور له مخې، د بګرام هډې په سپارلو سره امريکايي ځواکونه په افغانستان کې د خپلو جېټ، کارګو او څارونکو الوتکو د ساتلو لپاره مناسب ځای نه لري او له همدې کبله دا ځواکونه اړ دي چې په قطر او يا هم په عربي اماراتو کې له خپلو هډو په ګټنې سره له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ وکړي.
په راپور کې ويل شوي، امريکايي ځواکونو داسې مهال چې د وسلهوالو طالبانو لورې د جګړې زياتوالي په تړاو اندېښنې مخ په زياتېدو دي، بګرام هوايي هډه له رسمي مراسمو پرته افغان ځواکونو ته سپارلې.
د بګرام ولسوال سېد دروېش رووفي هم نيويارک ټايمز ته ويلي چې امريکايي ځواکونو له افغان امنيتي ځواکونو سره له همغږۍ پرته د بګرام هوايي هډه پرېښي او په خبره يې د يادې ناهمغږۍ له امله د رامنځته شوې تشې په ترڅ کې، ځيني کسان يادې هډې ته د چور کولو په موخه دننه شوي وو.
رووفي زياته کړې چې د پوليسو له لوري پر وخت اقدام سره د چور مخه نيول شوې او په دې تړاو ځيني کسان هم نيول شوي دي.
خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو وياند سوني ليګيټ بيا ويلي چې افغان ځواکونو ته د بګرام هوايي هډې تسليمول په پوره همغږۍ ترسره شوي دي.
په عام ګومان داسې ښکاري چې د امريکايي ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته د خپل يوه لوی مرکز په سپارلو سره، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير بشپړېدو نږدې شوی.
خو ولسمشر بايډن تازه ويلي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو بهير ښايي نور وخت هم ونيسي. د نوموړي له لوري د اعلان شوي مهالوېش پر بنسټ به د راتلونکو سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.