امريکايي چارواکو د هغې پېښې مسووليت رد کړی، چې د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته د کابل له هوايي ډګر والوته او دوه تنه ترې را پرېوتل.
اسوشيېټيډ پرېس اژانس د امريکا هوايي ځواک د وياند ان سټيفانو له قوله ويلي، چې هغه مهال د امريکا يوې C17 ډوله باروړونکې الوتکې عمله له امنيتي ناسم وضعيت سره مخ شوه او په همدې اساس يې د الوت پرېکړه وکړه.
نوموړي ويلي، چې د يادې الوتکې عملې د الوتلو په اړه مناسب عمل کړی او هېڅ پړه نه شي ورته راجع کېدای.
د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ په ۱۵مه کابل ته د اسلامي امارت ځواکونو له ننوتو وروسته، ځيني افغانان د کابل هوايي ډګر ته ننوتل څو د بهرنيو ځواکونو له لوري د تخليې په پروسه کې بهر ته د تګ لار پيدا کړي.
په دې جريان کې اخيستل شوې ويډيوګانې او انځورونه ښيي چې ځينې کسان د امريکا هوايي ځواک يوې باروړونکې الوتې پر باډۍ ناست دي.
د يادې الوتکې له الوتو څو شېبې وروسته دوه تنه ترې بېرته را پرېوتل او مړه شول.