Home » افغانستان » “امريکا د افغانستان ۳نيم مېليارد ډالر شتمني د سويس بانکونو ته لېږدوي”
رویداد خبري آژانس

“امريکا د افغانستان ۳نيم مېليارد ډالر شتمني د سويس بانکونو ته لېږدوي”

د ترکيې ټي‌ارټي ټلوېزيون د سرچينو له قوله ويلي، امريکا په پام کې لري چې د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ ۳.۵ مېليارد ډالر ازاد او د افغانستان بانک په واک کې يې ورکړي.

په راپور کې د سرچينو په حواله ويل شوي، امريکا په دې هڅه کې ده څو د افغانستان ياده اندازه شتمني د سويس بانکونو ته ولېږوي او د دې کار ترڅنګ پر دې هم ټينګار کوي، چې د شتمنۍ دغه لېږد او ترې ګټه اخيستل دې د د نړيوالو متخصصانو يوه درېيم‌ګړي پلاوي له لوري وڅارل شي.

په راپور کې ويل شوي، که څه هم امريکا د افغانستان ياده اندازه شتمنۍ له زادولو سره موافقه کړې، خو پر دې ټينګار کوي چې پيسو له مينځلو او دغه راز د ترهګرو لاس ته پيسو له لوېدو بايد په جدي توګه مخنيوی وشي.

سرچينو ټي‌ارټي ته زياته کړې، طالبانو هم موافقه کړې چې د درېيم‌ګړي پلاوي له لوري دې د يادو پیسو استعمال وڅارل شي او سرچينې زياته کړې، چې ښايي په راتلونکو اوونيو کې دا پرېکړه د امريکا له لوري رسما اعلان شي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د طالبانو له بيا رسېدو سره، امريکا په خپلو بانکونو کې د افغانستان بانک اړوند ټوله شتمني کنګل کړه.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان دا شتني په سوداګرۍ کې د استعال وړه نه ده او زياتوي چې د افغانيو د پشتوانې په توګه بايد خوندي وساتل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...