Home » افغانستان » امريکا د افغانستان مخکيني پوځ ځيني چورلکې اوکراين ته ورکړي

امريکا د افغانستان مخکيني پوځ ځيني چورلکې اوکراين ته ورکړي

د افغانستان بيا رغونې لپاره د مريکا ځانګړي مفتش يا سېګار په خپل وروستي راپور کې اوکراين ته د افغانستان مخکيني پوځ د  ځينو چورلکو د ورکړې خبر ورکړی.

سېګار زياته کړې، چې په تېره جنوري کې د امريکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته ويلي و، چې د افغانستان مخکيني پوځ ۵ باله هغه چورلکي چې موده وړاندې اوکراين ته د بيا ترميم په موخه لېږدول شوي، غواړي د روسيې خلاف په جګړه کې د مرستې په توګه اوکراين ته ورکړي.

سېګار ويلي، چې دغه  M17 ډوله چورلکې د افغانستان له پوځ سره د امريکا له لوري مرسته شوې وې. دې ادارې زياته کړې چې اوکراين هم د روان کال د مارچ په ۱۱مه يادې چورلکې د امريکا له لوري د نظامي مرستو د مهماتو په توګه منلي دي.

د اپرېل  په نيمايي کې د امريکا ولسمشر جوبايډن له اوکراين سره د پوځي مرستو اعلان وکړ. په دې مرستو کې ۱۱ باله M17 ډول چورلکې هم شاملې وې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...