د افغانستان لپاره په قطر کې د امريکا مېشت سفارت شارژدافېر يان مک کيری په افغانستان کې د حکومت له لوري د کوکنارو د کښت مخنيوی مثبت ګام بللی او ويلي يې دي، چې امريکا له دې ګام هرکلی کوي.
نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (وري په ۱۵مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د کوکنارو بندولو په اړه دغه فرمان د طالبانو له لوري لومړی مثبت ګام دی چې بايد عملي شي.
مک کيري دې فرمان ته په اشارې سره ويلي، چې د کرنې سالم سکټور نه يوازې د افغانستان اقتصاد بلکې د دغه هېواد د عامو خلکو په ګټه هم دی.
د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو د بندولو په اړه دغه ځانګړی فرمان د عامو افغانانو له هرکلي سره هم مخ شوی او خلکو غوښتنه کړې، چې د افغانستان راتلونکي سالم نسل لپاره دې د نشهيي د کښت مخنيوی وشي.
د ياد فرمان له مخې، له دې وروسته هېڅ افغان بزګر نه شي کولی چې په خپله ځمکه کې د کوکنارو کرکيله وکړي او دغه راز د فرمان پر بنسټ، د هر راز نشهيي توکو سوداګري، قاچاق او وړل را وړل هم منعه شوي دي.
په فرمان کې ټينګار شوی چې د سرغړونې په صورت کې به، له شريعت سره سمه سزا ورکول کېږي.