Home » افغانستان » امريکا: د افغانستان بانکي نظام د سقوط مخنيوي لپاره له مګرو ملتونو سره ګډ کار کوو

امريکا: د افغانستان بانکي نظام د سقوط مخنيوي لپاره له مګرو ملتونو سره ګډ کار کوو

وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت له امله د دغه هېواد د بانکي نظام سقوط په اړه خبرداری ورکړ، تازه يې په غبرګون کې د امريکا متحده ايالاتو ويلي چې له ياد سازمان سره د يوې داسې حل لارې پر پيدا کولو ګډ کار کوي، چې پر بنسټ يې د افغانستان بانکي نظام له سقوط وژغورل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون د سې‌شنبه د (لېندۍ په ۲يمه) د يوه خبري کنفراانس پرمهال خبريالانو ته وويل، امريکا د افغانستان بانکي نظام د ژغورنې په موخه نوموړي نظام ته له داسې خوندي لارو چارو د نغدو پيسو د تزريق په لټه کې ده، چې طالبانو ترې ګټه پورته نه شي کړای.

نېډ پرايس ويلي، امريکا له هېوادونو سره څو اړخيزه او دوه اړخيزه همکارۍ کوي چې افغانستان هم په کې شامل دی. د نوموړي په خبره له افغانستان سره به له داسې لارو مرسته وشي چې يوازې عام افغانان به د نړيوالو له يادو کېدونکو مرستو ګټه اخلي او برعکس به يادې مالي مرستې د طالبانو خزانې ته نه پرېوځي.

نېډ پرايس څرکنده کړې چې امريکا د افغانستان له بشري اړتياوو ملاتړ کوي، خو په خبره يې دغه کار د طالبانو له سرپرست حکومت څخه پر يو لړ غوښتنو پورې مشروط دی.

نوموړی وايي، امريکا له طالبانو غواړي چې افغانستان ته بهرنيانو ازادانه تګ راتګ تضمين کړي، له ترهګرۍ سره کړې ژمنې عملي کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او دغه راز يو داسې ټول‌شموله حکومت جوړ کړي چې ټول اقشار په کې ځان شريک وګڼي.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې ويلي وو چې په افغانستان کې د بانکي پورونو د بېرته نه ورکولو او دغه راز بانکونو ته د عامو خلکو له لوري د نغدي امانت د سپارلو ټيټه کچه د دې سبب شوي، چې ممکن د افغانستان بانکي نظام په نږدې راتلونکي کې سقوط وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...