د امريکا NBC ټلوېزيو راپور ورکړی چې دې هېواد په غېر مستقيمه توګه موافقه کړې، څو په کابل کې بند پاتې هغه افغانان د اريانا افغان هوايي شرکت په وسيله قطر ته ولېږدوي چې امريکا ته د تګ قانوني پړاوونه يې طی کړي دي.
په راپور کې ويل شوې، چې د جوبايډن ادارې له قطر سره هوکړه کړې څو د اريانا افغان هوايي شرکت په وسيله په کابل کې اېسار يو شمېر هغه افغانان، چې امريکا ته تلل غواړي او قانوني مراحل يې طی شوي له کابل څخه لومړۍ دوحې ته ولېږدوي.
په راپور کې زياته شوې، چې د هوکړې له مخې به قطر امريکا ته د تلونکو افغانانو د تګ لګښت چمتوو کوي. ان بي سي ټلوېزيون په خپل راپور کې د امريکا حکومتي سرچينې په حواله ويلي، چې امريکا د يادو افغانانو د را ايستلو په موخه د اريانا افغان هوايي شرکت له همکارۍ پرته بديله لار نه لري.
په راپور کې دا هم ويل شوي، چې د امريکا حکومت د افغانستان سرپرست حکومت د يوه مشروع او قانوني حکومت په توګه نه پېژني او له همدې کبله نه شي کولی چې له افغانستان سره په دې برخه کې مستقيمه هوکړه وکړي.
واک ته اسلامي امارت له رسېدو وروسته، لا هم يو شمېر افغانان چې قانوني مراحل يې طی شوي، په کابل کې امريکا ته د تګ په تمه دي.