Home » افغانستان » امريکا: تاشکند غونډه کې د امريکايي پلاوي ګډون له افغانانو د ملاتړ په موخه دی

امريکا: تاشکند غونډه کې د امريکايي پلاوي ګډون له افغانانو د ملاتړ په موخه دی

ټاکل شوې چې په تاشکند کې د افغانستان په اړه د سيمې او نړۍ هېوادونو کنفرانس نن سې‌شنبه د (زمري په ۴مه) د يوې ورځې په ځنډ سره پيل شي.

په دې غونډه کې پر نورو هېوادونو سربېره د امريکا متحده ايالاتو هم د خپل استازي د ګډون خبر ورکړی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپاره کړي بيان کې ويلي، چې د تاشکند په غونډه کې به د افغانستان لپاره د مريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ او د افغانستان لپاره د ښخو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ګډون وکړي.

په بيان کې زياته شوي، چې د تاشکند په غونډه کې د امريکا د يادو استازو ګډون په دې موخه دی، څو امريکا له عامو افغانانو څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې استازي به يې د تاشکند په غونډه کې له طالبانو وغواړي چې د افغانستان له خلکو او دغه راز د نړيوالې ټولنې پر وړاندې خپل مکلفيتونه ومني.

په دې بيان کې دا هم ويل شوي، چې د امريکا خزانې وزارت مرستيال براين نيلسن هم په تاشکند د امريکايي استازو په پلاوي کې شامل دی او نوموړی به دغلته له طالب چارواکو سره پر هغو اقتصادي ننګونو خبرې وکړي، چې دامهال افغانان ورسره مخ دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...