په داسې حال کې چې امريکا او لوېديځ هېوادونه د روسيې له لوري له اوکراين سره پر پوله د ځواکونو ځای پر ځای کېدو ته د شک په سترګه ګوري او له کبله پر اوکراين د روسيې احتمالي بريد خبره مطرح کړې، تازه امريکا هم تائيد کړې چې د اوکراين د دفاع په موخه يې دې هېواد ته د مهماتو يوه بسته لېږلې ده.
کيف کې د امريکا سفارت ويلي، د ۲سوه ميليون ډالرو په ارزښت د مهماتو دغه بسته د اوکرايني ځواکونو د ملاتړ په موخه لېږل شوې او د اوکراين ځواکونو به ترې د روسيې په مقابل کې ګټه پورته کړي.
د امريکا سفارت زياته کړې چې دا بسته به د اوکراين د حاکميت په خوندي کولو کې ډېره ګټوره پرېوځي. له دې سره د امريکا نورو لوړ پوړو چاروکو هم اوکرين ته د مهماتو لېږل تائيد کړي او ټينګار يې کړی چې له دې هېواد سره به يې همکاري دوام وکړي.
بل پلو د برېتانيا په شمول يو شمېر اروپايي هېوادونو هم پرېکړه کړې چې اوکراين ته به د مهماتو ورته بستې ولېږي؛ خو له ډلې يې جرمني بيا اعلان کړی چې د اوس لپاره يې اوکراين ته د مهماتو د لېږلو پرېکړه نه ده کړې.