وال سټريټ ژورنال په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن په کابل کې د ايمن الظواهري د حضور او د نوموړي له وژل کېدو وروسته پرېکړه کړې، چې د اوس لپاره د افغانستان کنګل کړای شوې شتمني ښايي ازاده نه شي.
وال سټريټ ژورنال پرون دوشنبه د (زمري په ۲۴مه) خپل خپاره کړي د امريکايي چارواکو له قوله ويلی، چې د بايډن حکومت په کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري ته د پنا ورکولو او بيا د امريکا بيپيلوټه الوتکې په وسيله د نوموړي له وژل کېدو وروسته، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د کنګل کړای شوې شتمنۍ د ازادولو په موخه مذاکرات درولي دي.
وال سټريټ ژورنال د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ په حواله زياته کړې، امريکا ډاډه نه ده چې د افانستان بانک دې د يادې شتمنۍ د ساتنې لپاره خوندي ځای وي او په مسووله توګه دې دغه شتمني وساتلی شي.
نوموړي زياته کړې، چې پرته له شکه په کابل کې د القاعده مشر ايمن الظواهري ته د پنا ورکولو موضوع، د افغانستان د شتمنۍ پر ازادولو او يا نه ازادولو مستقيم اغېز لري.