د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند په ايران د حجاب نه مراعتولو له امله د مهسا اميني وژل کېدو په غبرګون کې وايي، چې ايرانۍ ميرمنې بايد د بېلابېل ډول جامو اغوستو له امله ونه نيول شي او نه هم بايد ورسره زور زياتی وشي.
نډ پرايس په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ايران دولت بايد د معترضو ميرمنو غوښتنو ته غوږ کېږدي، نه دا چې د نوموړي په خبره پر هغوی ډزې وکړي.
له دې وړاندې د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د مهسا وژل کېدو ته په اشارې سره ويلي و، چې د ايران حکومت بايد د ښځو ځورولو ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړي زياته کړې، چې د ايران حکومت د خلکو غوښتنو ته په پام سره بايد سولهييزو اعتراضونو ته هم اجازه ورکړي.
د مهسا اميني له وژل کېدو وروسته په ايران کې د خلکو له لوري اعتراضونه زيات شوي دي. ځينو رسنيو راپور ورکړی، چې پرون لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ تاوتريخوالی رامنځته شوی او په ترڅ کې يې څو تنه لاريون کوونکي وژل شوي هم دي.