د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې عذره ضيا خبر ورکړی، چې امريکا په پام کې لري څو له پاکستان سره د نږدې کار او همکاريو زياتولو له لارې د افغانستان موجوده بشري وضعيت مهار کړي.
نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په واشنګټن کې د پاکستان له سفير مسعود خان سره يې د دوه اړخيزه همکاريو او پر هغو لارو چارو خبرې کړي، چې له مخې يې په افغانستان کې د بشری حقونو ملاتړ او د کډوالو بېرته ځای پر ځای کيدل ممکنېدای شي.
ميرمن ضيا له دې کبله چې د تېرو ۴ لسيزو را په دېخوا په افغانستان کې د سياسي بېثباتيو له امله يې افغان کډوالو ته ځای ورکړی، مننه کړې او په دې برخه کې يې د پاکستان د رول ستاينه کړې ده.
له دې سره د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس هم ويلي، چې د تېرې پنجنشنبې په ورځ په ترسره شوې دې ليدنه کې، د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنک د افغانستان بشري وضعيت په اړه هم اړين مسايل بحث شوي دي.
نوموړي ويلي، په دې ليدنه کې پر دې هوکړه شوې چې امريکا او پاکستان به د ګډې همکارۍ داسې لار اختياروي، څو له مخې يې په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ وشي او د دې هېواد کډوالې شوې کورنۍ په خپلو مېنو کې ځای پر ځای شي.
د افغانستان بشري وضعيت په تړاو د پاکستان او امريکا د همکارۍ په تړا دغه ليدنه او بحثونه داسې مهال دي، چې د افغانستان بشري وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت د اروپا د پارلمان له غړو سره په ليدنه کې په اړه دې اندېښنه ښودلې ده.
د اروپا او امريکا په شمول نړيوالو له اسلامي امارت غوښتي چې بشري حقونو ته پابند پاتې شي او په دې برخه کې د خلکو پر وړاندې له دې زيات خنډونه رامنځته نه کړي.