Home » سیمه او نړی » امريکا او قطر د حزب‌الله مالي ملاتړ کوونکو پر وړاندې د ګډو اقداماتو اعلان وکړ

امريکا او قطر د حزب‌الله مالي ملاتړ کوونکو پر وړاندې د ګډو اقداماتو اعلان وکړ

د امريکا متحده ايالاتو پرون چهارشنبه د (تلې په ۷مه) اعلان وکړ چې له قطر سره په ګډه يې په لبنان کې د فعالې حزب‌الله ډلې د مالي شبکو پر وړاندې اقدامات پيل کړې دي.

د امريکا خزانې وزارت په دې اړه يوه بيان کې ويلي، چې په دې اقداماتو کې د علي بنايي او علي لاري په نوم د قطر دوه وګړي هم شامل دي. د امريکا د خزانې وزارت د مالوماتو له مخې، يادو کسانو په پټه توګه حزب‌الله ډلې ته مالي مرستې رسولې.

خو په د خزانې وزارت له لوري دا نه په ډاګه شوې چې د يادو دوو کسانو پر وړاندې د څه ډول اقداماتو پرېکړه شوې ده.

له دې سره د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن هم ويلي چې حزب‌الله ډله هڅه کوي څو د پانګوالۍ له شبکو څخه په خپلو فعاليتونو کې ګټه پورته کړي. نوموړي دغه راز زياته کړې چې د حزب‌الله په اړه دغه قدامات چې په لومړي ځل د خليج له يوه هېواد سره يې په ګډه کوي، بې‌سارې عمل دی.

بلنکن له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د حزب‌الله په نښه کولو لپاره دې له ورته تګ‌لارې کار واخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...