Home » افغانستان » امريکا او تاجکستان د افغانستان مخکيني پوځ د چورلکو په اړه پرېکړه کوي

امريکا او تاجکستان د افغانستان مخکيني پوځ د چورلکو په اړه پرېکړه کوي

امريکايي او تاجکستاني چارواکي د افغانستان مخکيني هوايي ځواک د هغو چورلکو د برخليک پر سر خبرې کوي، چې د تېر نظام پرځېدو پرمهال تاجکستان ته بېول شوې دي.

په دوشنبې کې د امريکا سفير جان مارک پوميرشيم پرون چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) يوې غونډې ته ويلي، چې دامهال تاجکستاني او امريکايي چارواکي د يادو چورلکو په اړه خبرې کوي او د يادو خبرو په ترڅ کې به په دې اړه لازمه او مناسبه پرېکړه وشي.

نوموړي څرګنده کړې، چې امريکا په هېڅ صورت د دې غوښتونکې نه دی چې يادې چورلکې طالبانو ته په واک کې د ورکولو په موخه بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

پوميرشيم دا نه دي ويلي چې د افغانستان مخکيني پوځ د چولکو په تړاو له تاجکستان سره څه ډول خبرې دوام لري؟

د مخکيني جمهوري نظام د سقوط پرمهال تاجکستان ته ۱۸ او ازبکستان ته ۴۶ چورلکې د افغان پېلوټانو له لوري بېول شوي. اسلامي امارت په دې اړه موده وړاندې ويلي، چې يادې چورلکې د افغانستان حق دی او په اړه به يې له امريکايي چارواکو سره خبرې وشي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...