په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې د بريدو نن درېيمه ورځ ده؛ ورسره سم امريکا اعلان کړی چې د روسيې پر ولسمشر ولاديمير پوتين او د دغه هېواد پر بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به بنديزونه ولګوي.
د سپينې ماڼۍ وياندې جن ساکي پرون جمعه د (کب په ۶مه) خبريالانو ته ويلي، دغعه بنديزونه به له خپلو اروپايي متحدانو سره د ګډې سلا مشورې په ترڅ کې پر ولسمشر پوتين، لاروف او د روسيې د ملي امنيت ټيم پر ځينو غړو ولګول شي.
که څه هم اروپايي ټولنې ويلي چې د ولسمشر پوتين او د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف شتمني به کنګل کړي؛ خو امريکا ويلي چې پر دوی په وضعه کېدونکو بنديزونو کې به د سفر بنديزونه هم شامل وي.
روسيې د فيبروري په ۲۴مه پر اوکراين بريد پيل کړ او په تر دې مهال د سلګونه کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. په دې ترڅ کې تازه ځينو نړيوالو رسنيو راپورونه ورکړي چې روسي ځواکونه د اوکراين پلازمېنې کيف ښار ته نږدې شوي او د نوموړي ښار د دفاع لپاره زرګونه اوکرايني سرتېري کيف ته رسېدلي دي.