Home » افغانستان » امريکا افغان کډوالو ته د لنډمهالې اوسېدونې او کار کولو اجازه ورکړه

امريکا افغان کډوالو ته د لنډمهالې اوسېدونې او کار کولو اجازه ورکړه

امريکايې چارواکو په دې هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د لنډمهالې اوسېدنې او دغه راز د لنډمهال لپاره د کار کولو اجازه ورکړه.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امريکا کورني امنيت ادارې يا DHS د چهارشنبې په ورځ ويلي، د لنډمهال لپار د خونديتوب له دې پروګرام څخه به ۷۲زره او ۵سوه هغه افغان کډوال برخه‌مند شي، چې د تېر اګسټ له ۱۵مې وروسته او يا هم وړاندې په وېزه امريکا ته راغلي دي.

د يادې ادارې د چارواکو په خبره، د دغه پروګرام د پلي‌تابه له لارې به ۲زره افغان کډوالو ته د لنډمهالې اوسېدنې او کار کولو اجازه ورکړل شي.

د روېټرز د راپور له مخې، د نوي پروګرام په چوکاټ کې د افغان کډوالو د اوسېدنې او کار کولو بهير د مارچ له ۱۵مې پېلېږي او ۱۸ مياشتې به دوام وکړي.

په راپور کې ويل شوي چې په دې توګه ښايي په امريکا کې يادو افغان کډوالو لپاره د دايمي استوګنې او کار زمينه هم برابره شي.

په افغانستان کې له سياسي تحوول وروسته، لسګونه زره افغانان د لوېديځ هېوادونو ترڅنګ امريکا ته هم کډوال شول؛ خو تر دې مهال يادو کډوالو ته د استوګنې او کار کولو اجازه نه وه ورکړل شوې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...