امريکايي چارواکو يو وار بيا له افغان ميرمنو څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي په افغانستان کې ښخې بايد په محدوديتونو کې ونه ساتل شي.
د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافېر يان مک کيري تازه نن سېشنبه د (کب به ۱۷مه) د مارچ اتمې په مناسبت چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده ويلي، چې هېواد يې په هر حالت کې د افغان ميرمنو او نجونو ملاتړ کوي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، د افغانستان امنیت او سوکالي په ميرمنو پورې اړه لرې او زياته کړې يې ده چې ښځې او نجونې بايد په افغانستان کې دا فرصت ولرې، څو د زده کړو او کار په ګډون د ټولنې په ټولو برخو کې په بشپړه توګه شاملې شې.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو هم د افغان ميرمنو د حقونو پر خونديتوب تينګار کړی او ويلي يې دي چې ميرمنې هم بايد د افغانستان نورو اقشار په څېر برابره ونډه ولري.
په افغانستان کې د ملکرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبرا لاينز په يوه خبرپاڼه کې په دې اړه زياته کړې، که څه هم د افغان ميرمنو او نجونو وضعيت د اندېښنې وړ دی؛ خو حکومت بايد د يوه مسوول بنسټ په توګه د دوی هر اړخيز حقونه او ستونزې په پام کې ونيسي.