د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت چارواکي يو وار بيا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر له منځه وړلو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې د يادو ډلو له منځه وړل په افغانستان کې د ثبات ټينګښت لپاره اړين دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت د سويلي اسيا برخې يوه چارواکي ډونالډ لو پرون يکشنبه د (لړم په ۱۵مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق باد کې ويلي، امريکا هڅه کوي څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې له دې وروسته له افغانستان څخه په سيمه کې د امريکا متحدانو ته خطر نه شي پېښېدلی.
نوموړي ټينګار کړی، چې طالبان بايد د داسې هڅو ملاتړ ونه کړي چې پايله يې په افغانستان او سيمې کې د ترهګرۍ هڅول وي. ډونالډ لو پر دې هم ټينګار کړی، چې طالبان دې په دې هېواد کې ښځو، نجونو، لږکيو او ټولو افغانانو حقه حقونو هم ته درناوی وکړي.
نوموړي په اوسنيو شرايطو کې له افغانستان سره بشري مرستې جدي اړتيا بللې او زياته کړې يې ده، چې په راتلونکي کال کې بايد د خوراکي توکو پر ځای له افغانستان سره پر اقتصادي مرستو تمرکز زيات شي. څو د ډونالډ لو په خبره دغلته خلک وکولی شي چې عوايد ترلاسه او ځان په خپله تمويل کړي.
ډونالډ لو خبر ورکړی، چې دا مهال په افغانستان کې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې په ځينو برخو کې کار پيل کړی او په خپلو دې فعاليتونو سره په افغانستان کې کوچني شرکتونه او واړه کاروبارونه هڅوي او تمويلوي يې.