Home » افغانستان » امريکا: افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه له طالبانو سره خبرې شوي

امريکا: افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه له طالبانو سره خبرې شوي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دوحې کې د طالب او امريکايي چارواکو ترمنځ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس خبريالانو ته ويلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ له طالب چارواکو سره په دوحې کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي، چې د نوموړي په خبره په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه د يادو موضوعاتو له ډلې يوه عمده هغه وه.

نېډ پرايس په کابل کې د امريکايي ډرون په وسيله د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري وژلو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې طالبانو په کابل کې الظواهري ته د پناه په ورکولو سره د دوحې هوکړه نقض کړې ده.

که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په کابل کې د الظواهري د وژل کېدو خبر رد او تائيد کړی نه دی؛ خو په ډاګه کړې يې ده چې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکې ياد بريد د دوحې هوکړې خلاف عمل دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...