امريکايي چارواکو ويلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ته په پام سره، هڅه کوي څو له ملګرو ملتونو سره په ګډه داسې لارې چارې پيدا کړي څو پرې افغانستان ته نغدې مرستې ولېږي.
دا څرګندونې د امريکا بهرنيو چارو وزير نېډ پرايس پرون ناوخت د (لېندۍ په ۳۰مه) واشنګټن کې يوه خبري کنفرانس ته کړي دي. نوموړي زياته کړې، امريکا د بشري مرستو ترڅنګ پر دې هم فکر کوي، چې افغانستان ته د نغدو مرستو په لېږلو سره د دغه هېواد اقتصاد وژغوري.
نوموړي دا هم ويلي، امريکا باوري ده چې دا مهال په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو بېړنی بشري وضعيت رامنځته شوی او د افغانانو د هوساينې په اړه اندېښنې زياتې شوي دي.
له دې وړاندې د امريکا د کانګرېس ۳۹ غړو د امريکا له بهرنيو چارو او خزانې وزارتونو وغوښتل چې په افغانستان کې وضعيت ته په پام سره د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.