Home » افغانستان » امريکايي چارواکي: له افغانستان يو شمېر ايستل شوي افغانان ممکن بيا خپل هېواد ته ولېږل شي

امريکايي چارواکي: له افغانستان يو شمېر ايستل شوي افغانان ممکن بيا خپل هېواد ته ولېږل شي

سي‌اېن‌اېن ټلوېزيون د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، امريکا دامهال هغو افغانانو ته په افغانستان کې متوجه خطرونه ارزوي چې د امريکايي ځواکونو له لوري په تېر اګسټ کې ايستل شوي دي.

دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط سي‌اېن‌اېن ته ويلي، د يادو افغان کډوالو پر وړاندې د خطرونو له اروزنې وروسته ښايي يو شمېر افغانان چې د کډوالو په توګه ايستل شوي، بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

د چارواکو په خبره دغه افغان کډوال تر اوسه د امريکايي ځواکونو په يو شمېر قرارګاوو کې ژوند کوي او د وضعيت څېړلو په اړه يې هڅې پيل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...