Home » افغانستان » امريکايي چارواکو د وضعيت په تړاو له بهر مېشتو افغانانو سره سلام مشورې پيل کړي

امريکايي چارواکو د وضعيت په تړاو له بهر مېشتو افغانانو سره سلام مشورې پيل کړي

د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافېرې کرن ډیکر په افغانستان کې د اوسني وضعيت په تړاو له هغو افغانان سره ليدنې پيل کړي، چې له هېواد څخه د باندې په بهر کې مېشت دي.

نوموړې نن سې‌شنبه د (لړم په ۳مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې په دې لړ کې به د افغانستان له بېلابېلو قشرونو لکه ښځو، نارينه‌وو، خبريالانو، فعالانو او د بېلابېلو قومونو له استازو سره وګوري.

ډيکر زياته کړې، چې د دې خبرو لپاره پلان تېره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شو او دامهال په ترکيې کې له افغانانو سره پر ليدنو بوخته ده.

د نوموړې په خبره، د يادو ليدنو او خبرو له لارې غواړي دا مالومه کړي، چې له هېواد بهر ته تللي افغانان څه ډول په افغانستان کې له نورو افغانانو سره په اړيکه کې دي؟

هغې ويلي، هڅه کوي چې په هر ځای کې له مېشتو افغانانو سره وګوري او د افغانستان په اړه ورسره خبرې وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...