د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت مسوولان وايي، د ښځو او نجونو په اړه د زدهکړو په شمول هر هغه څه ته چې په شريعت کې اجازه ورکړل شوې وي، دغه وزارت هم مني.
د نوموړي وزارت وياند عاکف مهاجر چې نن پنجشنبه د (چنګاښ په ۱۶مه) يې خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، چې د امري بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د نجونو د زدهکړو مخالف نه دی؛ خو زياتوي چې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو پرانيستل د پوهنې وزارت اړوند موضوع ده او دوی نه شي کولی چې په دې اړه پرېکړه وکړي.
مهاجر چې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د لسو مياشتو د فعاليت راپور يې وړاندې کاوه وويل، چې د دغه وزارت موخه د منکراتو مخنيوی او د معروفاتو تطبيق دی او په زياتوي چې په دې برخو کې به هر راز اصولي هڅو او فعاليتونو ته دوام ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو دوو هدفونو د تحقق په موخه د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ته واک ورکړل شوی، چې د ټولو دولتي ادارو په اړوند چارو کې د عامو خلکو د حقونو خونديتوب په مخه مداخله وکړي.
په ورته وخت کې نوموړي په کابل ښار کې د پارکونو له مسوولانو سره د ناستې خبر هم ورکړ او ويې ويل، هغه پارکونه چې د ښځو او نارينهوو لپاره جلا ځايونه رامنځته کولی شي، پر بنسټ يې ښځې او سړي هره ورځ کولی شي پارکونو ته لاړ شي.
مجاهر دا هم ويلي، چې د اسلامي امارت د اصولو له مخې ټولو دولتي کارکوونکو ته ويل شوي څو ځان او سيرت يې له شريعيت سره سم برابر کړي.
بل خوا د نوموړي وزارت د شکاريتونو اوريدو کمېسيون رئيس عبدالرحمن منير بيا د خبريالانو دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې د ښځو له لوري د حجاب نه مراعتولو په صورت کې سړي مجازات کوي؟ وايي، چې د شريعيت له مخې سړي د ښځو وليان دي او په خبره يې مسووليت يې دی چې پر خپلو ښځو حجاب مراعت کړي.