د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وایي ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیتي تړون د شپږ نیمو بجو د ناستو طرحې پراساس، په پام کې لري چې کابل کې د پولیسو شمیر دوه برابره کړي.
امرالله صالح نن دوشنبه د دسمبر ۲۸ ( مرغومي ۸) د شپږ نیمې بجې غونډې رپوټ کې راغلي چې کابل کې د پولیسو شمیر، حتا که وضع ارامه او عادي هم وي، کم دی.
نوموړي لیکلي: “ مقایسوي ارزونې ښیي چې کابل حتا د ثبات او ارامۍ په حالت کې هم د نړۍ په ځانګړې توګه د دریمې نړۍ هېوادنو په سطه، د نفوسو په تناسب کم شمېر پولیس لري.”
هغه وایي دا زیاتیدنه به په زغم او زیاتې زیرکتیا سره ترسره شي او د پولیسو په لیکو کې د هغو کسانو د ګمارل کیدو مخه به ونیول شي، چې لازم شرایط او معیار ونه لري.
د کشف او څیړنې په تړاو لومړنۍ زده کړه، د جذبیدو یو معیار په توګه یاده شوې ده.
ښاغلي صالح دغه راز ویلي یوه ارماني پړاو ته رسیدو لپاره د کابل غرنیزو سیمو کې پوستې د ملي اردو سرتیرو او د موسساتو او د یو شمیر وزارتونو پوستې د عامه ساتنې تصدۍ ته سپارل شوي دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال وایي دا کار د دې لامل شوی چې لږ تر لږه ۵۰۰ د پولیسو سرتیري خپلو اصلي دندو ته ستانه شي.
دا په داسې حال کې دي چې کابل کې د هدفي وژنو او چاودنو پيښې تر پخوا زیاتې شوي دي.
نن هم د ښار څلورمې ناحیې اړونده سیمه کې د ملي اردو پر رنجر موټر ماین چاودنه وشوه، خو کورنیو چارو وزارت وایي چاته یې زیان نه دی اړولی.