Home » افغانستان » امرالله صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په ګورستان بدلې شي
رویداد خبري آژانس
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

امرالله صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په ګورستان بدلې شي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبانو پر یوې باریکې لارې پرمختګ کړی دی او په وینا یې دغې ډلې ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي.

امرالله صالح نن دوشنبه (د غبرګولي ۲۴مه نېټه) پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، یو شمېر سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي د یوې باریکې لارې پرمختګ دی او هغه څوک چې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې بلد دي پوهېږي چې یادې سیمې به د طالبانو لپاره په ګور بدلې شي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې ګڼ شمېر ولسوالۍ د تکتیکي شاتګ په نوم طالبانو ته پرېښي دي خو وسله والو طالبانو بیا ویلي چې دوی په تېرو ۴۰ ورځو کې ۳۰ ولسوالۍ نیولې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...