Home » افغانستان » امرالله صالح: ط.البان د مشروعيت ترلاسه کولو لپاره پر يوه طرحه سلا شوي

امرالله صالح: ط.البان د مشروعيت ترلاسه کولو لپاره پر يوه طرحه سلا شوي

مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح وايي، ط.الب مشرانو د داخلي او بهرني مشروعيت د ترلاسه کولو په موخه پر يوې طرحې هوکړه کړې، چې په خبره يې د يادې طرحې پر بنسټ به په راتلونکي يو لړ اقدامات هم ترسره شي.

نوموړي نن سې‌شنبه د (غبرګولي په ۱۰مه) خپله فېسبوک پاڼه کې هغو نهو مواردو ته اشاره کړې، چې د صالح په خبره په ياده طرحه کې شامل دي. صالح زياته کړې، د نوموړې طرحې له مخې به د اسلامي امارت رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده کندهار کې اوسي، څو د په خبره يې له ولسي پاڅون خوندي وي او په دې توګه به په نا اعلان شوې بڼه پلازمېنه له کابل څخه کندهار ته ولېږدول شي.

صالح ويلي، چې د يادې طرحې له مخې به د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره کېږي؛ خو د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو معيارونه به د يوې شورا له لوري چې مشري به يې په خپله ملا هبت‌الله کوي، ټاکل کېږي.

نوموړي ادعا کړې چې په يادو ټاکنو کې ښځو ته د نوماندۍ حق نه دی ورکړل او په خبره يې ميرمنې نه شي کولی چې د ولسي جرګې غړې او يا يې هم کارکوونکې شي.

د صالح په خبره، د لومړي وزیر ټاکل د ملا هبت‌الله اخندزاده صلاحيت دی او ولسي جرګه په دې برخه کې د لومړي وزير له استعماع پرته هېڅ رول نه لري. نوموړي زياته کړې، چې لومړي وزير به د وزيرانو شورا چې هېڅ ښځينه غړې به نه لري مشري کوي او کندهار ته به په منظمه توګه خپل راپو وړاندې کوي، چې په دې توګه به کابل د سياسي پلازمېنې پر ځای د ادارې پلازمېنې حيثيت خپل کړي.

امرالله صالح ويلي، چې د طرحې په تړاو ورته د رسېدلو مالوماتو له مخې د استخباراتو عمومي رئيس په ګډون د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو ګمارل د ملا هبت‌الله اخندزاده واک دی او په هېڅ توګه لومړي وزير ته ځواب ويونکي نه دي.

نوموړي ويلي، چې په ياده طرحه کې قاضي‌القضات د ملا هبت‌الله ځانګړی استازی دی او له پارلمان څخه د سترې محکمې د غړو د ګمارنې صلاحيت اخيستل شوی دی. د صالح په خبره، په دې طرحه کې دا هم ذکر شوي چې اهل تشيع د قضايه قوې غړي نه شي کېدای.

صالح ويلي، په ياده طرحه کې د علماوو عالي شورا ته هم ځای ورکړل شوی چې د هبت‌الله اخندزاده له مړيني وروسته به د نوموړي ځای ناستی ټاکي. د نوموړي په خبره اهل تشيع په دې شورا کې د غړيتوب حق نه لري او دغه شورا به په ولايتونو کې د استازو په لرلو سره معتبر شرعي ادرس وي، چې واليانو او نورو ولايتي چارواکو ته به لارښوونه کوي.

امرالله صالح زياته کړې چې د لويې جرګې او يا هم د احل هل او عقد شورا رابلل هم د يادې طرحې يوه برخه ده. رويداد خبري اژانس په دې اړه د اسلامي امارت د غبرګون ترلاسه کولو په موخه د حکومت د وياند له مرستيال بلال کريمي سره اړيکه وکړه او نوموړي د امرالله صالح دا څرګندونې د غبرګون وړ ونه بللې.

موده وړاندې د کانونو او پټرليم وزارت سرپرست شهاب‌الدين دلاور منلې وه، چې اسلامي امارت د لويې جرګې د رابللو په هڅه کې دی؛ خو د دې ورته يوې طرحې د ترتيب يادونه يې نه وه کړې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...