Home » افغانستان » امرالله صالح د ولسي جرګې له لوري د ملي دسترخوان پروګرام ردولو ته غبرګون ښکاره کړ
رویداد خبري آژانس
امرالله صالح

امرالله صالح د ولسي جرګې له لوري د ملي دسترخوان پروګرام ردولو ته غبرګون ښکاره کړ

د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح د ولسي جرګې له لوري د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام ردولو ته په خپل غبرګون کې وويل، چې تاسې هغه کورنۍ چې له لوږې سره مخ ده، ورته وايئ چې ډوډۍ مه خوره، بلکې په بسپنه شويو پېسو باندې ځان ته کور جوړ کړئ.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ د ملي دسترخوان لپاره ځانګړې شوې بوديجه ولسي جرګې ته وړاندې شوه، چې ولسي جرګې د رايو په اکثريت سره د حکومت دا پروژه رد کړه.

د ولسي جرګې له لوري د دې پروژې د ردولو په غبرګون کې امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي دي: “د ولسي جرګې ګرانو وکیلانو! د ملي دسترخوان د پروژې ردول په دې مانا نه دي، چې نړیوال بانک به دغه پیسې په نورو بنسټیزو پروژو باندې ولګوي، دا پیسې یوازې د لوږې د کمولو لپاره دي، دا چې د فقر د ختمولو لپاره.”

رویداد خبري آژانس

نوموړى همدا راز وايي، چې دا پېسې د لنډمهالې لوږې د کمولو لپاره دي او د نورو بنسټيزو پروژو لپاره نه دي.

هغه ليکي: “د ملي دسترخوان د برنامې ردول د ولسي جرګې له خوا دا مانا نه لري، چې ګنې نړیوال بانک به دا پیسې د بنسټیزو پروژو او بنسټیزو طرحو په برخه کې مصرف کړي، دا پیسې حتی د فقر د ختمولو لپاره هم نه دي، بلکې د لنډمهالې لوږې د کمولو لپاره دي. که تاسو دا موضوع د یوې کورنۍ په سطحه تمثیل کړئ، نو پایله به دا وي، چې تاسو له هغې کورنۍ چې له لوږې سره مخ ده، ترې غواړئ چې ډوډۍ ونه خوري او په بسپنه شویو پیسو باندې ځانته کور جوړ کړي.”

هغه د ولسي جرګې پر وکيلانو باندې نيوکه هم کړې ده او ورته يې ليکلي دي چې تاسې په اساسي مسلو د تمرکز پر ځاى د غريبانانو دسترخوان ورټول کړ.

امرالله صالح ليکلي: “تاسو کلونه وروسته په اساسي مسایلو باندې د تمرکز پر ځای، د غریبو دسترخوان ورټول کړ، نه دا چې طرحه مو تعدیل کړې وي. هیله ده چې د ځان لپاره او په ټولنه کې د خپل موقف په خاطر په دې اړه دوباره فکر وکړئ. له وږي نه ډوډۍ اخیستل نه هنر دی او نه هم زړورتيا.”

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني په يوه غونډه کې د ملي دسترخوان پروګرام په رسمي ډول پرانيست او وې ويل چې د هېواد ٩٠ سلنه خلکو ته به د خوراکي توکو بستې ووېشل شي.

دا پروګرام چې په دوه مرحلو کې ترسره کېږي، هغه وويل چې د ولسواليو او کليو څخه به پيل شي او ورته به پراختيا ورکړل شي چې په ټول هېواد کې ٩٠ سلنه کورنيو ته خوراکي توکي ورسوي.

د يادولو وړ ده چې د ملي دسترخوان پروژې لپاره ٢٤٤ ميليونه ډالر بوديجه ځانګړې شوې ده، همدا راز ٣٦ ميليونه ډالر بيا د دې پروژې د مصارفو لپاره ځانګړي شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...