د تاجکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون لومړنۍ پايلې او په دغه هېواد کې ټولپوښتنې ښيي چې د تېرې ورځې ولسمشريزو ټاکنو کې امام علي رحمان تر نورو نوماندانو ډېر مخکې دی او د پنځم ځل لپاره يې ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي.
د دغه هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، امام علي رحمان د تېرې ورځې ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي.
په دې ټاکنو کې چې پرون د يکشنبې په ورځ ترسره شوې څلور مېليونه، ۲۲۱ زره او ۷۶ کسانو ګډون کړی دی.
دا په تېرو ۲۶ کلونو کې پنځم ځل دی چې امام علي رحمان د تاجکستان د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.
د ټاکنو کمېسيون نن اعلان وکړ، چې امام علي رحمان د رايو ۹۰ په سلو کې ګټلې دي او پاتې لس سلنه رايې د څلورو نورو نوماندانو تر منځ وېشل شوې دي.