Home » سپورټ » الکلاسیکو؛ ریال ماډریډ بارسولونا ته ماتې ورکړه

الکلاسیکو؛ ریال ماډریډ بارسولونا ته ماتې ورکړه

د چهارشنبې په شپه ناوخته د فوټبال د دوه مخکښو کلبونو ریال ماډریډ او بارسلونا ترمنځ سیالي ۴ـ۰ د ماډریډ په ګټه پای ته ورسېده.

دغه سیالي چې د هسپانیې په حذفي یا «کوپاډيل ري» ټورنمنټ کې ترسره شوه، ریال ماډريډ په دې بریا سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

ماډریډ لوبډلې لومړی ګول د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ترسره کړ او بیا فرانسوي لوبغاړي کریم بینزیما په دویمه نیمايي کې پرله‌پسې درې ګولونه ووهل.

بارسولونا او ریال ماډریډ د فوټبال د نړۍ دوه مخکښ هسپانوي کلبونه دي چې یو مهال به لېونل میسي د بارسولونا او کریسټیانو رونالډو د ریال ماډريډ لپاره لوبې کولې.

ټاکل شوې چې ریال ماډریډ به د اوساسونا له لوبډلې سره د می په شپږمه نېټه د دې سیالیو پایلوبه ولوبوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...