د بېلاروس ولسمشر اليکساندر لوکاشينکا ادعا کړې چې اوکرايني ځواکونو د بېلاروس پر خاوره څو متعدد توغندي توغولي دي او په خبره يې، په دې توګه اوکراين پر بېلاروس د توغنديو بريد کړی دی.
لوکاشينکا زياته کړې، چې اوکراين څو ورځې وړاندې د بېلاروس پر خاوره يو شمېر توغندي توغولي؛ خو د نوموړي په خبره له نېکهمرغه د هوايي مدافاع سيسټم پر مټ يې ياد ټول توغندي شنډ کړي دي.
نوموړي ګواښ کړی چې د اوکراين له لوري ترسره شوی دا توغنديز بريد به په هېڅ صورت بې ځوابه پرېنږدي او په خبره يې ژر به د دې بريد په اړه نوموړي هېواد ته مناسب ځواب ورکړي.
اليکساندر لوکاشينکا دا ادعا داسې مهال کړې، چې له دې وړاندې اوکراين هم د ورته ادعا په صورت کې بېلاروس تورن کړ چې په پوله کې يې پر اوکرايني ځواکونو بريد کړی دی.
خو د بېلاروس ولسمشر اليکساندر لوکاشينکا تل ويلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه کې يې هېواد شامل نه دی او نه غواړي چې په ياده جکړه کې ورګډ شي.