په المان کې په سلګونو اوسېدونکي افغانانو د یو افغان په واسطه د وژل شوی الماني پولیس د درناوی لپاره راټول شوي او ویلي یې دي چې بریدګر د افغانانو استازی نه دی.
په المان کې اوسېدونکي افغانان شنبه د غبرګولې ۱۹مه د افغان بریدګر په واسطه د وژل شوي الماني پولیس د درناوی لپاره راټول شول.
دې کسانو د ظلم او ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له الماني پولیسو څخه ملاتړ وکړ.
هغوی همداراز د افغان پناه غوښتونکو پر امنیت ټینکار کړی او ویلي یې دي چې افغان پناه غوښتونکی بریدګر د ټولو افغانانو استازی نه دی.
تېره اوونۍ یو ۲۵ کلن افغان د «پاکس یوروپ» په نامه د اسلام د منتقدینو په غونډه برید وکړ چې په پایله کې یو پولیس ووژل شو او څو نور کسان ټپیان شول.