Home » افغانستان » المان:د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکوو
رویداد خبري آژانس

المان:د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکوو

جرمني د افغان حکومت هغه غوښتنه نه ده منلې چې ګواکي رد شوي افغان کډوال دې تر درېیو میاشتو نه وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت درې ورځې وړاندې له اروپایي هېوادونو نه وغوښتل چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو اجباري اېستل ودروي.

د جرمني حکومتي رسنیو ویلي چې د افغانستان په لویو ښارونو کې امنیت شته دی نو له همدې امله د هغو کډوالو ایستلو ته ادامه ورکوي چې د پنا غوښتنې یې رد شوې دي.

جرمني چارواکو ویلي دوی د افغانستان وضعیت څاري او د همدې حالت پر بنسټ به د رد شوو پنا غوښتونکو په اړه پرېکړه کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې روانه میاشت به د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړي.

بلخوا فنلنډ بیا د افغان حکومت تر غوښتنې وروسته د کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده.

د اروپایي ټولنې د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې تیر کال شاوخوا ۴۴۱۹۰ افغانانو په اروپایي هیوادونو کې د لومړي ځل لپاره دپناه اخیستلو غوښتنه کړې وه. دې ادارې ویلي چې ټول ټال ۴۱۶۶۰۰ افغان کډوالو د اروپا په بیلا بیلو هیوادنو کې پناه غوښتې.

بل پلو د ایټالیا صدراعظم ماریو ډراګي تیره میاشت ویلي و چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته اروپا باید د لا ډیر شمیر افغانانو راتګ ته چمتوالی ولري.

اکثریت اروپایي هیوادونو موافقه کړې چې هغو افغانانو ته پنا ورکوي چې په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...