د افغانستان کرکټ ملي لوبډله، سوېلي افریقا سره د دریو یو ورځنیو سیالیو د روانې دوه اړخېزې لوبلړۍ درېیمه سیالي نن (یکشنبې، د تلې لومړي نېټه) ترسره کوي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس، دا لوبه به نن د کابل پر وخت د مازیګر څلور نیمې بجې پیل شي.
د یادولو ده چې یاده لوبلړي د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په لوبغالي کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د لومړیو دوو لوبو په ګټلو سره دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړې ده.