ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله به په روانې لوبلړۍ کې دویمه یوه ورځنۍ لوبه سبا(جمعه، د وږي ۳۰مه) له جنوبي افریقا سره وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورد د معلوماتو له مخې د داړو لوبډلو ترمنځ دغه درې یوه ورځنۍ سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان ملي لوبډلې روانې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې پرون سوېلي افریقا ته د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په پرونۍ لوبه کې افغان بالران وتوانېدل چې د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي د ۱۰۶ منډو په جوړېدو وسوځوي.په یاده لوبه کې افغان بالران ښه وځلیدل چې په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې په ګټه فضلالحق فاروقي ۴، اللهمحمد غضنفر ۳ او راشدخان دوه وېکټې واخیستې.
د پرونۍ لوبې د ټاکل شوي هدف په ځواب کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د خپلو څلور لوبغاړو په زیان سره د لوبې په ۲۶ اور کې ۱۰۷ منډې پوره کړې او لومړۍ تاریخي بریا یې خپله کړه.
په توپوهنه کې د افغانستان لپاره عظمتالله عمرزي ۲۵، ریاض حسن ۱۶، لوبډلمشر حشمتالله شاهدي ۱۶، رحمتشاه ۸ او ګلبدین نایب ۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
دې هدف ته افغان لوبغاړي په ۲۶ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ورسېدل.
د یادولو ده چې د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ به د دې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ وشي.