د افغانستان ځوانو مېرمنو له ډلې دا ځل سليمې رحمان د ملګرو ملتونو د نانسن په نوم د کډوالۍ جايزه وګټله.
نوموړې ته چې دا مهال په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، دا جايره د درملنې په برخه کې له پاکستاني وګړو او افغان کډوالو سره د بې سارې همکارۍ له امله ورکړل شوې ده.
ملګرو ملتونو ډاکټر سليمه رحمان په پاکستان کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ د زيات فشار پرمهال د ناروغانو د درملنې په برخه کې، د بشري هڅو له امله ستايلې او نوموړې يې په ياده برخه کې يوه بېلګه ياده کړې ده.
سليمې رحمان چې پرون د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۷مه) په اسلاماباد کې د جايزې اخيستلو په اړه جوړو شويو مراسمو ته د خبرو پرمهال، د نجونو زدهکړې مهمې يادې کړې.
نوموړې زياته کړه چې د نجونو پر زدهکړو پانګونه پر ټول راتلونکي نسل د پانګونې په مانا دی چې په خبره يې حکومتونه بايد په ياده برخه کې جدي و اوسي.