Home » افغانستان » افغان ځواکونو په کندهار او اروزګان کې ۶۶ ماینونه کشف کړي
رویداد خبري آژانس

افغان ځواکونو په کندهار او اروزګان کې ۶۶ ماینونه کشف کړي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو په ارزگان او کندهار ولايتونو کې د ۶۶ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼې لیکلي:” تیره ورځ وسله والو طالبانو د ارزگان ولايت گیزاب ولسوالۍ په چونی کلي کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ۵۳ د سړک غاړې ماينونه ځای پر ځای کړي وو.د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیمونو ددغو ماينونو د چاودنې موخه ونیوله او ټول ۵۳ ماینونه یې کشف او شنډ کړل.”

د یاد وزارت په خبرپاڼه راغلي:” وسله والو طالبانو همداراز د کندهار ولایت په سپین بولدک، شاولي‌کوټ او خاک‌رېز ولسوالیو کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ۱۳ د سړک غاړې ماينونه ځای پر ځای کړي وو. د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د یادشمېر ماينونو په کشف او شنډ سره د څو چاودنو مخنیوای وکړ.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...