افغان امنیتی ځواکونو له پرون راهیسې د تخار ولایت بنګي او خواجهغار، د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ او د بغلان له دوشي او جیلګه ولسوالیو څخه وسله وال طالبان شړلي او دغه ولسوالۍ یې بېرته نیولي دي.
دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، کومانډو ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي او د دوو ساعتونو په لړ کې یې دغه ولسوالۍ پاکه کړې ده.
په ورته وخت کې بیا د رسنیو راپورونو له مخې په ۲۴ تېرو ساعتونو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې اووه ولسوالۍ د وسله الو طالبانو لاسته لوېدلې دي، د تخار بنګي، خواجه غار،د بغلان دوشي، جیلګه، د پکتیا لجي،د کندز ولایت امام صاحب او د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ دا هغه ولسوالۍ دي چې له پرون راهیسې طالبانو نیولي خو بېرته افغان ځواکونو بېرته ترېنه نیولي دي.
په همدې حال کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، په دې عملیاتو کې ۳۱ وسله ال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.
د فواد په خبره، طالبان د بغلان له دوشي ولسوالۍ هم تښتېدلي دي او دمګړۍ په دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.
همدا تېره ورځ طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د عکسونو په خپرولو وویل، چې وسله الو یې د مزارشریف ښار تر دروازو رسېدلي دي، د جمعیت اسلامي ګوند د بېلې شوې برخې مشر عطامحمد نور د طالبانو دغه عکسونو په غبرګون کې وویل؛ چې سبا به په هغو عملیاتو کې برخه واخلي، چې بلخ او د هېواد شمالي برخې د وسلوالو طالبانو له شتون پاکول غواړي.
د افغان ځواکونو له لوري د ولسوالیو د بېرته نیولو هڅې په داسې مهال پیل شوي، چې طالبان په ورځني ډول په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو او سمیو د نیولو ادعاوې کوي.