Home » افغانستان » افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژلي
رویداد خبري آژانس

افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژلي

افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژلي دي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د پنځو پاکستاني وسله والو په ګډون د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په وینا، دغه وسله وال له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي او له وسله والو څخه د سیمې د پاکولو لپاره د دوی عملیات لا هم دوام لري.

بلخوا د دفاع وزات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” تيره ورځ وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په مارجه او ناوه ولسواليو کې په امنيتي پوستو د بريدونو پلان درلود.ملي امنيتي و دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د وسله والو طالبانو د بريدونو د تطبيق کولو مخنيوی وکړ.په پايله کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ تنه دشمن ټپيان او د وسله والو طالبانو لسګونه ميله وسلې يې له منځه وړي دي.”

رویداد خبري آژانس

په دې وروستیو کې افغان ځواکونو په ګڼو ولایتونو کې د طالب وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي چې ګڼو طالبانو ته په کې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...