د افغان پسټ مسوولان په کابل او یو شمېرو ولایتونو کې د پوسټي سیسټم د نويوالي خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې د افغان پسټ د سوداګرۍ او پراخوالي د ادارې مشر، ذبیحالله عمر وایي چې دې ادارې په سړکونو او نورو سیمو کې د پوسټي صندقونو په نصبولو سره د خپلو خدمتونو کړنلاره اسانه کوي.
ویل کېږي چې اوسمهال افغان پسټ په ټول افغانستان کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ څانګې لري چې دا څانګې د اداري خدمتونو په برخه کې په ځانکړې توګه د پاسپورټ، پېژندپاڼو او موټر چلولو د جوازونو په وېش او لېږد کې مهم رول لري.
د دې ادارې د چارواکو په وینا، په ټول افغانستان کې هره ورځ ۱۵زره کسان د دې ادارې له څانګو څخه پاسپورټونه تر لاسه کوي.
په کابل او ولایتونو کې د غوښتونکو د پاسپورټ کتابچه او نور اسناد له پروسس او چاپ وروسته د پاسپورټ ریاست او نورې اړوندې دولتي ادارې د افغان پسټ دفتر ته ورکوي او له هغې وروسته مراجعین د دغه دفتر له دفترونو خپل اسناد تر لاسه کوي.
د لوړو زده کړو د سندونو او بهرنیو موسسو تصدیق کول د افغان د پسټ دفتر یو له نورو مهمو خدمتونو څخه دی. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په کابل کې د ښځو لپاره ځانګړې څانګه شته او د هغوى غرفه هم فعال ده.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د افغان پُست اداره خپل فعالیتونه په ابتدایي توګه د کاغذ پر مخ ترسره کوي.
د راپورونو له مخې، د افغان پسټ ادارې یو شمېر مراجعینو د دې ادارې له خوا پر وړاندې شویو خدمتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په ځینو مواردو کې افغان پسټ ته سپارل شوي اسناد ورکېږي.