Home » افغانستان » افغان ولسمشر له جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې کړې
رویداد خبري آژانس
ارشیف

افغان ولسمشر له جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې کړې

ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه د سپتمبر ۱۴ (وږي ۲۴) د اروپایي ټولنې د بهرنيو اړیکو له مشر جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

له ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشرغني  له سولې پروسې، د جمهوریت ازښتونو، او سرتاسري اوربند څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ له اصولي دریځ مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، جوزپ وویل، په نېږدې وخت کې به طالبانو ته هم دا پیغام ورسوي چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې راتلونکې مرستې د جمهوریت له ارزښتونو سره تړلې دي.

خبرپاڼه لیکي، جوزپ زیاته کړه، په پام کې لري له جمهوریت سره د پیوستون اعلانولو او د افغانستان د ملاتړ په موخه په یو مناسب فرصت کې دې هیواد ته سفر وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...