افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر پرون ماسخوتن د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۲مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني به د دې سفر په جریان کې د امریکا متحدو ایالاتونو جمهور رییس جوبایډن، او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې ولسمشر غني به د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.
ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي چې له افغان ولسمشر سره په دې سفر کې د ملي پخلاینې د عالي شورا ریيس عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې ریيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ریيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.